د پناه غوښتنې لپاره غوښتنلیک

په دې پاڼه کې تاسو کولی شئ په اړه یې زده کړه وکړئ:
په هنګري کې د پناه غوښتنې پروسه
د پناه غوښتنې کړنلاره یا پروسیجر
د پناه غوښتنې پروسیجر پر مهال ستاسو حقونه او مکلفیتونه
د پناه غوښتنې پر پرېکړو پوهیدنه
د بې سرپرسته ماشوم په توګه د پناه غوښتنه


پناه یو ډول محافظت دی چې یو بهرنی هیواد یې هغو کسانو ته برابروي چې په خپل هیواد کې د نژاد، مذهب، ملیت، سیاسي نظر یا جنسي تمایل په بنسټ د ځورونې له امله خوندي ځای نه مومي. دا خلکو ته اجازه ورکوي چې له ګواښونو او خطرونو څخه د تیښتې لپاره په بل هیواد کې پناه وغواړي.

په هنګري کې د پناه غوښتنې پروسه

له هنګري څخه بهر د پناه ترلاسه کول

که تاسو له هنګري څخه بهر یاست، نو باید لومړی په بلګراد (صربستان) یا کییف (اکراین) کې د هنګري سفارت ته د “عزم لیک” په نوم یو سند وسپارئ. د دې لپاره، تاسو باید په اړوند سفارت کې لیدژمنه یا اپاینټمنټ ونیسئ.

کله چې تاسو خپل د عزم لیک وسپارئ، ښایي اړتیا وي چې په سفارت کې یوه مرکه یا انټریو هم ترسره کړئ. په دې حالت کې، تاسو ته باید شفاهي ژباړونکی برابر شي.

که د هنګري چارواکي ستاسو د عزم لیک ومني، تاسو به د یو ځل سفر سند ترلاسه کړئ چې د دې سند په واسطه به تاسو هنګري ته سفر وکړئ او هلته به د پناه غوښتنه وکړئ.

سفارتپتهټلیفونبریښنالیک
په بلګراد، صربستان کې د هنګري سفارت11000 Belgrade, 72 Krunska Str., Serbia+381 11 244 3739
+381 11 244 0472
+381 11 244 7479
[email protected]
په کییف، اکراین کې د هنګري سفارت01901 Kyiv, 33 Rejtarszka Str., Ukraine+38 044 230 8001
+38 044 230 8002
[email protected]

د هنګري له خاورې څخه د پناه غوښتنې غوښتنلیک

که تاسو له وړاندې په هنګري کې یاست، نو که چېرې تاسو لاندې ډلو کې شامل یاست، اړتیا نشته چې سفارت ته د عزم لیک وسپارئ:

  • هغه کسان چې د فرعي محافظت د مستحق په توګه پېژندل شوي وي (او تاسو غواړئ د کډوال په توګه وپېژندل شئ).
  • د پېژندل شویو کډوالو یا د فرعي محافظت د مستحقینو کورنۍ غړي؛ که چېرې دوی د غوښتنلیک پر مهال په هنګري کې اوسېدل.
  • هر هغه کس چې په توقیف، نظارت یا بند کې وي؛ پرته له هغو کسانو چې د هنګري دولت له پولې څخه په نا قانوني ډول تېر شوي وي.

په دې حالت کې، تاسو کولی شئ په حضوري توګه د NDGAP د متقاضیانو کوم دفتر ته لاړ شئ او خپله غوښتنه څرګنده کړئ چې پناه غواړئ.

که تاسو په پورته ذکر شویو ډلو کې شامل نه یاست، نو تاسو باید لومړی یوه سفارت ته سفر وکړئ او د عزم لیک به وسپارئ. تاسو یوازې هغه وخت د پناه غوښتنه کولی شئ چې ستاسو د عزم لیک ومنل شي. د ټولو قانوني انتخابونو د سپړلو لپاره، موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې تر پرېکړې کولو وړاندې د هنګري هیلسینکي کمېټې (Hungarian Helsinki Committee) سره د قانوني مرستې او مشورې لپاره اړیکه ونیسئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د هنګري د قوانینو له مخې، که تاسو هنګري ته د داخلېدو او پاتې کېدو له قانوني اجازه پرته، ان که دا د پناه غوښتنې لپاره وي، ننوتئ؛ نو چارواکي کولی شي تاسو ودروي او د صربستان له سرحدي اغزن سیم څخه مو د هنګري له خاورې څخه وباسي.

د پناه غوښتنې کړنلاره یا پروسیجر

که تاسو په بریالیتوب سره په هنګري کې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ثبت کړی وي، نو NDGAP به ستاسو غوښتنه په شاوخوا 2-3 میاشتو کې وڅېړي.

د پناه غوښتنې پروسې په پیل کې به تاسو د دوسیې له یوه افسر سره انټریو ولرئ، چې په ترڅ کې به یې له تاسو وغوښتل شي چې د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړئ چې تاسو په خپل هیواد کې ورسره مخ شوي یاست (یا د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږئ) او دا چې ولې تاسو د خپل کور پریښودو ته مجبور شوئ. دا مهمه ده چې هر څه په تفصیل سره بیان کړئ. تاسو ته به یو شفاهي ژباړونکی درکړل شي. که تاسو په ښه توګه د شفاهي ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ (د مختلفې لهجې یا بل دلیل له امله)، نو باید د دوسیې افسر ته خبر ورکړئ، ځکه تاسو حق لرئ چې بل شفاهي ژباړونکی وغواړئ.

د انټریو په پای کې باید د دوسیې افسر او شفاهي ژباړونکی تاسو ته د انټریو ثبت شوی راپور بیا ولولي. که کومه خبره له هغه څه سره توپیر ولري چې تاسو ویلي وي، نو له افسر څخه وغواړئ چې دا اصلاح کړي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د انټریو د راپور یوه کاپي ترلاسه کړئ. د دوسیې افسر او شفاهي ژباړونکی د محرمیت اصولو ته ژمن دي.

د پناه غوښتنې پروسیجر پر مهال ستاسو حقونه او مکلفیتونه

د پناه غوښتنې پروسې یا پروسیجر پر مهال ستاسو پر حقونو او مکلفیتونو پوهېدل خورا مهم دي.

په هغه وخت کې چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک پروسس کېږي، تاسو حق لرئ چې په هنګري کې پاتې شئ. ستاسو د شرایطو په پام کې نیولو سره، کېدای شي تاسو د پروسې پاتې مودې لپاره د پرانیستې استوګنې مرکز ته ولېږدول شئ، یا په ځینو مواردو کې NDGAP پرېکړه وکړي چې تاسو د پناه غوښتنې په نظارت ځای کې د حد اکثر 8 میاشتو لپاره وساتي. په دواړو حالتونو کې به تاسو ته د خوب ځای، منظمه ډوډۍ، د پاکوالي یا حفظ الصحې توکي، او د لومړنیو او بیړنیو روغتیایي حالتونو خدمتونو ته لاسرسی برابر شي. ماشومانو ته د هغوی له عمر سره مناسب تعلیم ورکولو حق شته.

که تاسو په یوه پرانیستي استوګنې مرکز کې ځای پر ځای شئ، نو له مرکز څخه بهر تللی شئ، خو دا تګ او بهر ته وتل به یوازې د 24 ساعتونو لپاره وي. که تاسو غواړئ له دې مودې څخه ډېر وخت بهر پاتې شئ، نو باید مخکې له مخکې په لیکلي ډول اجازه وغواړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې که تاسو له اجازې پرته د اوږدې مودې لپاره له مرکز څخه بهر پاتې شئ، نو ښایي ستاسو د غوښتنې په اړه منفي پرېکړه وشي. دا مهمه ده چې د مرکز د کور اصولو ته درناوی وکړئ؛ دا اصول به هلته له رسېدو سره تاسو ته تشریح شي.

که تاسو په منظم ډول په هنګري کې پاتې کېږئ، نو کولی شئ د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې په یوه شخصي پته کې هم ژوند وکړئ. که تاسو دا کار کول غواړئ، نو اړتیا ده چې د NDGAP تصویب ترلاسه کړئ او هغوی ته د پتې هر ډول بدلون په اړه خبر ورکړئ.

تاسو حق لرئ چې د پناه غوښتنې پروسې په جریان کې د مرستې لپاره د UNHCR په ګډون له سازمانونو سره اړیکه ونیسئ. دغه سازمانونه کولی شي ستاسو په استازیتوب لارښوونه، ملاتړ او مداف وکالت برابر کړي. د پروسې په جریان کې، تاسو حق لرئ چې قانوني مرسته او استازیتوب ترلاسه کړئ.

تر هغه چې ستاسو د پناه غوښتنې پروسه روانه وي، کولی شئ د پرانیستې استوګنې مرکز یا د عامه استخدام په یوه ځای کې دندې ولټوئ. له 9 میاشتو وروسته، که تاسو یو کارګومارونکی پیدا کړئ، اجازه درکول کېږي چې له مرکز څخه بهر هم کار وکړئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په دغه حالت کې ستاسو کارګومارونکی باید ستاسو لپاره د کار اجازه یا جواز ترلاسه کړي.

د پناه غوښتنې ټولې پروسې په اوږدو کې له چارواکو سره همکاري کول مهم دي. که شونې وي، خپله شخصي پېژندپاڼه او د سفر اسناد وړاندې کړئ او د خپل اصلي هیواد د پرېښودو دلایل په واضح ډول تشریح کړئ. په ټاکل شوي استوګنځای کې پاتې شئ او د اصولو منلو ته یې غاړه کېږدئ. تاسو باید ډاکټرانو ته اجازه ورکړئ چې تاسو معاینه کړي او اړین واکسینونه تطبیق کړي. دا نه یوازې ستاسو د روغتیا لپاره، بلکې د عامه روغتیا او خوندیتوب لپاره هم اړین دي.

د پناه غوښتنې پر پرېکړو پوهیدنه

د پناه غوښتنې پروسې په پای کې لاندې 4 ډوله پرېکړې ممکنې دي:

د کډوالۍ حالت – “Menekült”

دا د محافظت یو حالت دی چې ستاسو د اصلي هیواد یا استوګنې ځای کې د تعقیب او ځورونې پر بنسټ درکول کېږي. ستاسو دا د کډوالۍ حالت د پای مشصه نېټه نه لري، خو که دا حالت د 2016 کال د جون له 1 نېټې وروسته درکړل شوی وي، نو دا په هرو 3 کالو کې یو ځل بیاکتنې ته اړتیا لري. په هنګري کې کډوال په عمومي توګه د هنګري له اتباعو سره ډېری یو شان حقونه او مسولیتونه لري؛ خو بیا هم ځینې استثناوې شته.

په هنګري کې د کډوال په توګه، تاسو حق لرئ چې د ښاروالۍ په محلي ټاکنو کې رایه ورکړئ او په محلي ټولپوښتنو کې برخه واخلئ. خو دا حق ملي ټاکنو ته نه غځېږي. همدارنګه، تاسو په هغو ځایونو کې کار نه شئ کولی چې د هنګري تابعیت یې د شرط په توګه ټاکلی وي. تاسو کولی شئ یو شخصي هویت کارت او دوه ژبیز د سفر سند ترلاسه کړئ؛ مګر دا چې کومې ملي یا عامه امنیتي اندېښنې ستاسو مخه ونیسي. تر سفر مخکې، موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې د هغه هیواد له چارواکو سره مشوره وکړئ چې د سفر پلان ورته لرئ؛ ترڅو د ننوتلو دقیق شرایط یا اړتیاوې معلومې کړئ (لکه د ویزې اړتیا). تاسو همداراز کولی شئ تر 3 کالو استوګنې وروسته د هنګري تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړئ؛ په داسې حال کې چې د عمومي قانون له مخې دا موده 8 کاله ده.

که تاسو ته د کډوالۍ حالت درکړل شوی وي، تاسو ته به د پناه غوښتنې د منلو په مرکزونو کې د 30 ورځو لپاره د پاملرنې او استوګنې لاسرسی برابر شي. همدارنګه، تاسو به د 6 میاشتو لپاره لومړنیو او بیړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ. هغه ماشومان چې د کډوالۍ حالت لري، کولی شي له وړیا زده کړو ګټه واخلي، چې په دې کې وړکتون، لومړني، او منځني ښوونځي شامل دي. د عامه ترانسپورت لپاره، یا که تاسو د عاید ځانګړي شرایط پوره کړئ، د رسمي چارو لپاره، تاسو کولی شئ د NDGAP په مرسته د یوې برخې یا بشپړ لګښت د معافیت غوښتنه وکړئ.

له NDGAP سره همکاري کول خورا مهم دي. له تاسو څخه به غوښتنه وشي چې د قانون یا طبي چارواکو له خوا اړینې طبي معاینې، ازموینې او درملنې ترسره کړئ. همدارنګه، د هنګري ټولو قوانینو ته پابند پاتې کېدل ډېر اړین دي. که ستاسو پېژندپاڼې یا د سفر اسناد ورک شي، غلا شي، یا له منځه لاړ شي، نو باید سمدستي NDGAP ته خبر ورکړئ.

فرعي محافظت – “Oltalmazott”

فرعي محافظت په هغه حالت کې ورکول کېږي چې په خپل اصلي هیواد یا استوګنې ځای کې د جدي زیان او تاوتریخوالي د سخت خطر سره مخ یاست. ستاسو دا حالت ځانګړې د پای نېټه نه لري، خو که د 2016 کال د جون له 1 نېټې وروسته درکړل شوی وي، نو دا په هرو 3 کالو کې یو ځل بیاکتنې ته اړتیا لري.

د فرعي محافظت مستحقین عموماً له کډوالو سره ورته حقونه او مکلفیتونه لري. خو ځینې جلا توپیرونه شته چې باید ورته پام وشي. د کډوالو پر خلاف، د فرعي محافظت لرونکی کسان په هنګري کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق نه لري.

تاسو ته د کډوالو په څېر د تابعیت لپاره ګړندۍ لاره نه برابریږي. له همدې امله، تاسو باید عموماً د تابعیت غوښتنې د غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره په هنګري کې 8 کاله استوګنه ولرئ.

تاسو د کډوالو په څېر د سفر سند ترلاسه کولو حق لرئ. موږ تاسو ته سپارښتنه کوو چې د هغه هیواد له چارواکو سره مشوره وکړئ چې د سفر پلان ورته لرئ؛ ترڅو د ننوتلو دقیق شرایط یا اړتیاوې معلومې کړئ (لکه د ویزې اړتیا).

بشردوستانه محافظت / زغمل شوی حالت – “Befogadott”

زغمل شوی حالت په هنګري کې د محافظت یوه اضافي بڼه ده. که ستاسو د شرایطو له امله تاسو ته د کډوالۍ حالت یا د فرعي محافظت حالت نه درکول کېږي، خپل اصلي هیواد ته نه شئ ستنېدلی او نه مو هم یو خوندي درېیم هیواد مني؛ نو تاسو کولی شئ زغمل شوی حالت ترلاسه کړئ. زغمل شوی حالت د 1 کال لپاره ورکول کېږي او د NDGAP له خوا د کلنۍ بیاکتنې تابع دی.

د زغمل شوي حالت لرونکي د ټولو هغو حقونو مستحق نه دي چې کډوالو او د فرعي محافظت مستحقینو ته ورکول کېږي. که تاسو زغمل شوی حالت ترلاسه کړئ، نو تاسو به تر پېژندنې وروسته د پناه منلو په مرکزونو کې د 30 ورځو لپاره د پاملرنې او استوګنې حق ولرئ. همدارنګه، تاسو ته به د لومړنیو او یو محدود شمېر اضافي روغتیایي خدمتونو (لکه بیړني خدمات او اړینو واکسینونه) لاسرسی برابر شي. هغه ماشومان چې د زغمل شوي حالت لرونکي دي، کولی شي له وړیا زده کړو؛ لکه وړکتون، لومړني، او منځني ښوونځي، ګټه واخلي.

سره له دې، تاسو د رایې ورکولو حق، د سفر سند ته لاسرسی، یا د عامه ترانسپورت او رسمي پروسو لپاره د لګښت معافیت حق نه لرئ. د کډوالو او د فرعي محافظت د مستحقینو پر خلاف، که تاسو غواړئ په هنګري کې کار پیل کړئ، نو ستاسو کارګومارونکی باید ستاسو لپاره د کار اجازه ترلاسه کړي.

منفي پرېکړه

منفي پرېکړه دا معنی لري چې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک د NDGAP له خوا رد شوی دی. که تاسو له دې پرېکړې سره موافق نه یاست او باور لرئ چې دا په ناحقه ستاسو غوښتل شوی محافظت ردوي، نو تاسو حق لرئ چې د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف یا تجدید نظر غوښتنه وکړئ. په عمومي توګه، د دې لپاره تاسو 8 ورځې وخت لرئ.

د استیناف یا تجدید نظر غوښتنې د پیل لپاره، تاسو باید یو لیکلی بیان چمتو کړئ؛ په دغه بیان کې به تشریح کوئ چې تاسو ولې له دغې منفي پرېکړې سره موافق نه یاست او ولې خپل اصلي هیواد ته ستنېدل د موجوده ګواښونو له امله امکان نه لري. دغه لیکلی بیان باید په حضوري یا شخصي ډول NDGAP ته وسپارل شي؛ په ځانګړې توګه ستاسو ټاکل شوي د دوسیې افسر ته، هغه به بیا دا بیان محکمې ته د بیاکتنې لپاره وړاندې کړي. د دې پروسې په جریان کې د یوه وکیل د قانوني مرستې او مشورې ترلاسه کولو سپارښتنه کېږي.

محکمه عموماً شاوخوا 2 میاشتې وخت نیسي چې ستاسو پر استناف یا تجدید نظر غوښتلو بیاکتنه او پرېکړه وکړي. د پایلې په توګه، محکمه کېدای شي د NDGAP له لومړنۍ پرېکړې سره موافقه وکړي، چې په دې حالت کې به د رد پرېکړه وروستۍ شي او ستاسو د پناه غوښتنه به بشپړه رد شي. که داسې ونه کړي، نو محکمه کېدای شي د چارواکو پرېکړه رد کړي او د پناه غوښتنې د پروسې د بیا ترسره کولو امر وکړي.

د پناه غوښتنې پروسې په اړه د لا ډېرو لارښوونو او معلوماتو لپاره، کولی شئ د NDGAP ویبپاڼې ته لاړ شئ؛ دلته تاسو د دې پروسې د اسانتیا لپاره انګلیسي سرچینې موندلی شئ.

د بې سرپرسته ماشوم په توګه د پناه غوښتنه

که تاسو یو بې سرپرسته ماشوم یاست، چې عمر مو له 18 کلونو څخه کم وي او والدین یا کوم بالغ سرپرست ونه لرئ، نو تاسو ځانګړي حقونه لرئ، او ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک به لومړیتوب ولري. چارواکي به تاسو ته د ماشومانو کور کې د استوګنې او پاملرنې امکانات برابر کړي، ترڅو ستاسو خوندیتوب او هوساینه یقیني کړي. همدارنګه، دوی به یو سرپرست وټاکي چې ستاسو د ګټو استازولي وکړي، ستاسو اړتیاوې تعقیب کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې د پناه غوښتنې پروسې په اوږدو کې ستاسو حقونه خوندي وي.