دپاملرنې کڅوړې معلومات

د افغان کډوالو لپاره د داوطلبانه راستنیدو نغدي مرستو په اړه معلومات


.یو این ایچ سی ار غواړي د افغان کډوالو لپاره د اسانتیا وړ د رضاکارانه/داوطلبانه راستنیدو پروګرام په اړه معلومات شریک کړي

د دې لپاره چې په افغانستان کې د یو این ایچ سی آر د مرستې وړ شي ، راجستر/ثبت شوي کډوال باید د یو این ایچ سی آر د رضاکارانه/داوطلبانه راستنیدو مرکز ( وی آر سی ) ته لاړ شي چې پروسس شی او د داوطلبانه بیرته ستنیدو فورمه (وی آر ایف) سره خپور/صادر شي. په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې غواړی د خیبر پښتونخوا په نوشهره او د بلوچستان په بلیلي کې د داوطلبانه راستنیدونکي مرکز له لارې پر مخ لاړ شي، هڅول کیږي چې د یو این ایچ سی ار په لاندې مرستې شمیرې سره اړیکه ونیسي.

د خیبر پښتونخوا لپاره په رضاکارانه توګه د بیرته ستنیدو کومکي شمیره

03008585600 📞 03000544496 📞 03000544492 📞 03000544491 📞

د بلوچستان لپاره په رضاکارانه توګه د بیرته ستنیدو کومکي شمیره:

03331511636 📞 0812827353 📞 03330792974 📞

یو این ایچ سی ار هر راجستر شوي راستنیدونکي سره چې د داوطلبانه بیرته ستنیدنې اعتباري فورمه( وی ار ایف ) لري، د ۳۷۵ امریکایی ډالرو یو ځل نغدي مرسته کوي ترڅو د رارسیدو سره سم ترانسپورت او نور سمدستي اړتیاوې پوره کړي. دا مرسته به په افغانستان کې دننه چې په ننګرهار ، کندهار ، کابل او هرات ولایتونو کې موقعیت لری ، ستاسو د (وی ار ایف) ترلاسه کولو څخه یوه ورځ وروسته په کوربه هیواد کې ، د نغدو پیسو مرکزونو کې شتون ولري.

د هغو کډوالو لپاره چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه یې په خپله خوښه افغانستان ته د ستنیدو انتخاب کړی دې، د هر شخص/کس پر ۳۷۵ ډالرو سربیره:

 دوی به د هره کورنۍ په سر چې دوه یا ډیر غړي لري ۷۰۰ امریکایی ډالره به ترلاسه کوي  (i)

د یو غړی کورنۍ به ۳۵۰ امریکایی ډالره ترلاسه کړي (ii)

دغه اضافی مبلغ به په افغانستان کښې د دوی د اصلیت ساحې ته د ورتګ/رسیدو څخه درې میاشتې وروسته به برابر شي (iii)

 که چیرې ټوله کورنۍ په یو ځل بیرته راستانه نشي ، نو د کورنۍ لومړۍ برخه چې راورسي هغوي ته به ۳۵۰ امریکايي ډالر ورکول کيږي او د کورنۍ نور پاتي غړي به په پام کښي نه نیول کیږي (iv)

 که چېرې د همدې کورنۍ نور غړي وروسته راستانه شي/بیرته راشي ، نو دوی به پاتې ۳۵۰ امریکايي ډالره ترلاسه کړي (v)

که چېرې د همدې کورنۍ دریمه برخه د لومړیو دوو ډلو څخه وروسته راستون شي/بیرته راستانه شي ، نو دا به نغدي مرسته ترلاسه نه کړی (vi)

د اضافي نغدي پیسو مرسته به یوازې یو ځل ورکول کیږی. هغه کسان چې د ۲۰۲۳ کال د جنوری د ۱ څخه مخکې بیرته راستانه شوي دي، د بیا یوځای کولو د نغدي پیسو ترلاسه کولو وړ نه دي. که څه هم، دوی ممکن د نورو خدماتو څخه ګټه واخلی/پورته کړي کوم چې د یو این ایچ سی آر او زمونږ د شریکانو لخوا په (پارس ـ د بیرته راستنیدو او بیا یو ځای کیدلو لومړیتوب ساحې) او نورو ټولنو کې برابر یږی

هغه کسان/اشخاص چې په تیرو کلونو کې د بیرته ستنیدو لپاره نغدی مرسته ترلاسه کړې وی ، هغوی به بیا د نغدو پیسو د مرستې وړ نه وي او نشي کولائ چې د بیرته ستنیدوو اضافي نغدي مرستې ترلاسه کړي

افغان کډوالو ته یادونه شوې چې د ستنیدو انتخاب باید د باخبره پریکړې پر بنسټ/پراساس وي او په بشپړ ډول په خپله خوښه/داوطلبانه وي. مخکې له دې چې پریکړه وکړي چې آیا په خپله خوښه/داوطلبانه توګه افغانستان ته د يو اين ايچ سۍ ار د داوطلبانه راستنیدو پروګرام لاندې راشي، کډوال باید ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د خپل اصلي ځای / ټاکل شوي ځای کې د موجودو شرایطو او خدماتو په اړه کافي معلومات ولري

د یو این ایچ سی ار او شریکانو ټول خدمتونه، په شمول د بیرته راستنیدو او بیا یو ځای کیدو پورې اړوند، وړیا دي. یو این ایچ سی ار د درغلۍ ، فساد او جنسی استحصال او ناوړه چلند لپاره د صفر زغم پالیسي لري

د یو این ایچ سی ار لخوا د وړاندې شویي خدماتو په اړه د پوښتنو، اندیښنو او یا د شکایتونو لپاره ، مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ:

د یو این ایچ سی ار پاکستان لپاره د هوټ لاین/ټیلیفون شمیرې

03008585600 📞 خیبر پښتونخوا

03311110237 📞 بلوچستان

03041111437 📞 اسلام اباد/پنجاب/ پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر