ستاسو د ملاقاتونو لېدنه او اداره
که تاسو د UNHCR سره ثبت شوي ياست، د My Services پورټل د Appointments برخه تاسو ته اجازه درکوي چې د کورنۍ د بدلونونو د مدیریت لپاره ملاقاتونه وغواړئ، وګورئ او تعقیب یې کړئ (د کورنۍ غړو زیاتول / لېرې کول، لکه د زیږون او مړینې ثبتول).
په د ملاقاتونو په پاڼه کې تاسو کولای شئ:
- د ملاقات غوښتنه وکړئ
- خوښ ځای وټاکئ
- د ملاقات معلومات وګورئ
- د ملاقات خبرتیاوې یا یادونې ترلاسه کړئ
- ملاقات بیا مهالویش کړئ یا یې لغوه کړئ
څنګه د ملاقات غوښتنه وکړئ
.که تاسو له مخکې څخه د UNHCR سره ثبت شوي ياست او د My Services حساب لرئ، کولای شئ مستقیمأ د پورټل له لارې د ملاقات غوښتنه وکړئ.
لاندې ګامونه تعقیب کړئ:
- خپل د My Services حساب ته ننوځئ
- Home پاڼې ته لاړ شئ او په “Appointments” کلیک وکړئ
- په “Request Appointment” کلیک وکړئ
- د ملاقات ډول وټاکئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ
- خپل خوښې ځای وټاکئ
- غوښتنه وسپارئ. تاسو به د تایید پیغام ترلاسه کړئ او د ملاقات حالت به په “Appointments” برخه کې وګورئ.
تاسو کولی شئ د ګام په ګام لارښوونو لپاره ویډیو وګورئ.
که بیا هم کومه پوښتنه لرئ، زموږ د پوښتنو او ځوابونو (FAQs) برخه وګورئ.
کله چې ستاسو ملاقات وټاکل شي، تاسو به په My Services پورټل کې د تایید پیغام ترلاسه کړئ. ستاسو د خوښې د اړیکې له مخې کېدای شي SMS، برېښنالیک یا تلیفون زنګ هم ترلاسه کړئ.
تاسو یوازې د ملاقات ځای ټاکلای شئ (نوې ډیلي یا حیدرآباد)، خو دقیق وخت او نېټه د UNHCR له خوا ټاکل کېږي. کله چې تایید شي، تاسو ته به خبر درکړل شي.
.مهرباني وکړئ د [email protected] برېښنالیک له لارې له UNHCR سره اړیکه ونیسئ او د موضوع (Subject) په برخه کې “Missed Appointment” (د ملاقات نشتوالی/تېرېدل) ولیکئ.
نه. هر کس باید خپل ملاقات د خپل د My Services حساب له لارې غوښتنه وکړي. که چا ته مرسته پکار وي، باید له UNHCR سره اړیکه ونیسي یا خپل حساب وکاروي.