ایا د My Services بلنه مو ترلاسه کړې او د خپل حساب د جوړولو لپاره چمتو ياست؟
یو سمارټ فون یا کمپیوټر،
هغه برېښنالیک ته لاسرسی چې تاسو له UNHCR سره شریک کړی،
هغه د موبایل شمېرې ته لاسرسی چې تاسو یې په هند کې کاروئ او له UNHCR سره مو شریکه کړې ده،
څنګه خپل حساب جوړ کړئ:
1 په هغه لینک کلیک وکړئ چې ستاسو برېښنالیک ته درلېږل شوی دی
2 خپل برېښنالیک تایید کړئ
هغه برېښنالیک (ایمیل) ادرس چې پر سکرین ښکاري، ستاسو ایمیل ته د لېږل شوي تاییدي کوډ په داخلولو سره تایید کړئ. که کوډ مو ترلاسه نه کړ، کولی شئ پر «نوی کوډ ولېږه» کلیک وکړئ.
3 خپل د موبایل شمېره ثبت کړئ
په هند کې د خپل ګرځنده ټیلیفون شمېره دننه کړئ (هغه شمېره نه چې یوازې واټسپ لري)، او هغه کوډ چې د ایس ایم ایس (SMS) له لارې درلېږل شوی، ولیکئ. که تاسو کوډ ترلاسه نه کړ، نو “نوې کوډ ولېږه” باندې کلیک وکړئ
یادونه: مهرباني وکړئ فعاله شمېره وکاروئ — موږ کېدای شي مهم پیغامونه همدې شمېرې ته ولېږو.
4 یو پټنوم (password) جوړ کړئ
یو داسې پټنوم جوړ کړئ چې په یاد ساتل یې اسانه وي او لاندې شرطونه پوره کړي:
- لږ تر لږه نهه توري،
- یو لوی توری (A, B, C، او نور)،
- یو شمېر (۱، ۲، ۳، او نور)،
- یو شمېر (۱، ۲، ۳، او نور)،
- یوه نښه (!، ؟، $، او نور).
5خپلو معلوماتو ته لاسرسی ومومئ
کله چې ستاسو حساب جوړ شي، تاسو به په اوتومات ډول خپلو معلوماتو او هغو خدمتونو ته لاسرسی ولرئ چې تاسو ته وړاندې کېږي.
که بیا هم کومه پوښتنه لرئ، زموږ د پوښتنو او ځوابونو (FAQs) برخه وګورئ.

که تاسې نور هغه برېښنالیک ته لاسرسی نه لرئ، مهرباني وکړئ UNHCR سره د مرستې لپاره په [email protected] موږ ته برېښنالیک ولېږئ.
د پورټل د کارولو لپاره تاسو انټرنېټ او سمارټ فون يا کمپیوټر ته اړتیا لرئ.
کولی شئ د باور وړ کس څخه موبایل یا کمپیوټر په امانت واخلئ، یا له عامه کمپیوټر څخه کار واخلئ (لکه ډیجیټل مرکز یا انټرنېټ کافه کې). ډاډه اوسئ چې:
- خپله شخصي برېښنالیک پته او د موبایل شمېره وکاروئ.
- له کار وروسته خپل حساب څخه ووځئ (Log out)
که تاسو پورټل ته لاسرسی ونه لرئ، بیا هم کولای شئ د [email protected] له لارې موږ ته برېښنالیک وکړئ او خدمتونه وغواړئ.
نه. د خپل امنیت لپاره تاسو باید خپله پټنوم له هېچا سره شریک نه کړئ، حتی د کورنۍ له غړو سره.
.که تاسو د حساب په کارولو کې مرسته ته اړتیا لرئ، کولای شئ له UNHCR څخه وغواړئ چې یو باور وړ کس ته لاسرسی ورکړي.
ډیلیګیشن هغوی ته اجازه ورکوي چې ستاسو حساب په خوندي ډول اداره کړي، پرته له دې چې ستاسو پټنوم ته اړتیا ولري.