د My Services په کارولو کې مرستې ته اړتیا لرئ؟
په دې پاڼه کې:
- How do I get help?
- که زه د My Services پورټل کارولو ته نه شم توانېدلی یا یې کارول نه غواړم، څه وکړم؟
- کله چې زه له بل کس څخه وغواړم چې زما حساب اداره کړي، څه پېښېږي؟
- که زه وغواړم د چا لاسرسی د خپل حساب نه لرې کړم، څه وکړم؟
- یا کولای شئ له هغه کس څخه وغواړئ چې د پورټل له لارې دا کار ترسره کړي، د لاندې ګامونو په تعقیب:
- Still have questions? Have a look at our FAQs ?
How do I get help?
د هر ډول تخنیکي ملاتړ لپاره، مهرباني وکړئ UNHCR ته په [email protected] برېښنالیک وکړئ.
که زه د My Services پورټل کارولو ته نه شم توانېدلی یا یې کارول نه غواړم، څه وکړم؟
تاسو کولای شئ له UNHCR څخه وغواړئ چې یو باور وړ کس ته اجازه ورکړي څو ستاسو د My Services پورټل حساب ستاسو په استازیتوب اداره کړي. دې ته Delegation ویل کېږي (د لاسرسي سپارل).
ستاسو د خونديتوب لپاره، که غواړئ د لاسرسي سپارلو غوښتنه وکړئ، باید زموږ دفتر ته په حضوري ډول راشئ. مهرباني وکړئ په [email protected] برېښنالیک وکړئ او د عنوان په برخه کې “Delegation of My Services Portal Account” ولیکئ ترڅو ملاقات وغواړئ.
کله چې زه له بل کس څخه وغواړم چې زما حساب اداره کړي، څه پېښېږي؟
هغه کس چې ستاسو حساب اداره کوي کولای شي:
- ,ستاسو پروفایل وګوري
- ستاسو په استازیتوب نوی زیږون، ماشوم یا ستاسو همسر زیاتولو غوښتنه وکړي
- ستاسو په استازیتوب د کورنۍ د مړینې راپور ثبت کړي
- ستاسو د تماس معلومات تازه کړي
د لاسرسي حق یوازې هغه چا ته ورکړئ چې بشپړ باور پرې لرئ.
هغه کس باید خپل جلا د My Services حساب ولري.
.خپل پټنوم له هېچا سره مه شریکوئ — Delegation د مرستې خوندي لاره ده.
هر وخت کولای شئ د هغه کس لاسرسی لرې کړئ.
که زه وغواړم د چا لاسرسی د خپل حساب نه لرې کړم، څه وکړم؟
مهرباني وکړئ په [email protected] برېښنالیک وکړئ او د ملاقات غوښتنې لپاره د
: عنوان په برخه کې “Revoke Delegation of My Services Portal Account” ولیکئ.
یا کولای شئ له هغه کس څخه وغواړئ چې د پورټل له لارې دا کار ترسره کړي، د لاندې ګامونو په تعقیب:
1 خپل د My Services حساب ته ننوځئ
2“Settings” ته ولاړ شئ
3په “Manage who can access my services” کې به هغه کارن ښکاره وي چې لاسرسی لري
4د هغه کس د نوم ترڅنګ په “Remove all access” کلیک وکړئ
5په راڅرګند شوي پیغام کې خپل انتخاب تایید کړئ
Still have questions? Have a look at our FAQs ?
تاسو کولای شئ خپل حساب وسپارئ که:
- ,تاسو د ډیجیټل وسایلو په کارولو کې ډاډه نه یاست، خو بیا هم غواړئ پورټل وکاروئ
- تاسو ته تل د موبایل، کمپیوټر یا انټرنېټ منظم لاسرسی نشته
- تاسو غواړئ له یو باور وړ کس څخه مرسته ترلاسه کړئ
نه. تاسو دا حق یوازې هغه کس ته ورکولای شئ چې بشپړ باور پرې لرئ. دا کس باید خپل د My Services حساب هم ولري.
نه، تاسو یوازې یو کس ته په یوه وخت کې حساب سپارلی شئ.
هو، Delegation د مرستې خوندي لاره ده. خپل پټنوم هېچا ته مه ورکوئ. په دې سره تاسو خوندي یاست او مرستې ترلاسه کولای شئ.
نه، هغه کس کولای شي ستاسو حساب وګوري او د ملاقات غوښتنه وکړي، خو ستاسو شخصي معلومات نه شي بدلولای.
Delegation تر هغه وخته فعاله وي چې تاسو یې لرې نه کړئ. تاسو هر وخت لاسرسی ختمولای شئ.
لومړی باید د اوسني کس لاسرسی لرې کړئ. وروسته کولای شئ UNHCR ته تشریف راوړئ او د نوي کس لپاره د Delegation غوښتنه وکړئ. مهرباني وکړئ په [email protected] برېښنالیک وکړئ او د عنوان په برخه کې “Request New Delegation of My Services Portal Account” ولیکئ.
هو، که یو کس پرې باور ولري او د خپل حساب د سپارلو غوښتنه وکړي، تاسو به کولای شئ د هغوی حساب اداره کړئ. تاسو باید خپل د My Services حساب ولرئ.