د My Services د محرمیت خبرتیا
UNHCR څوک دی؟
UNHCR د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ده چې د مهاجرینو، د پناه غوښتونکو، داخلي بې ځایه شويو کسانو، بېرته راستنېدونکو او بې تابعیته کسانو د حقونو د خوندي کولو او د هغوی د هوساینې د ښه کولو مسوولیت لري. د خپلو خدمتونو د ښه کولو لپاره، UNHCR د My Services پورټل جوړ کړی، چې یو ډیجیټل ځان‑خدمت سیستم دی او کاروونکو ته دا توان ورکوي چې د خپلو شخصي معلوماتو په اداره کې زیات کنټرول ولري
په هند کې دا پورټل د UNHCR سره ثبت شويو مهاجرینو او د پناه غوښتونکو لپاره د مستقیمو معلوماتو د تبادلې او ځینو خدمتونو د ترلاسه کولو اصلي لاره ده.
My Services تاسو ته دا توان درکوي چې:
- خپله د موبایل شمېره تازه کړئ
- د کورنۍ غړي د زیاتولو لپاره د ملاقات غوښتنه وکړئ (په کې د نویو زیږونونو زیاتول هم شامل دي)
- د کورنۍ د غړي د لېرې کولو لپاره د ملاقات غوښتنه وکړئ (مړینه، د کورنۍ جوړښت بدلول)
دا د محرمیت خبرتیا تشریح کوي چې څنګه او ولې ستاسو شخصي معلومات له لارې راټولوو، کاروو، ساتو، شریکوو او خوندي کوو. دا هم بیانوي چې ولې ستاسو معلومات کارول کېږي، څنګه یې خوندي ساتو، او تاسو د خپلو معلوماتو په اړه کوم حقونه لرئ. همداراز، د شخصي معلوماتو د مسوول کس د اړیکې معلومات هم پکې شامل دي.UNHCR ستاسو شخصي معلومات د شخصي معلوماتو د ساتنې او محرمیت د عمومي تګلارې او د هغو کسانو د معلوماتو د ساتنې د پالیسي سره سم راټولوي او کاروي چې د UNHCR تر پاملرنې لاندې دي. General Policy on Personal Data Protection and Privacy and Policy on the Protection of Personal Data of Persons of Concern to UNHCR.
ستاسو شخصي معلومات څنګه راټولیږي او په My Services پورټل کې کارول کېږي؟
UNHCR ستاسو شخصي معلومات د My Services پورټل له لارې راټولوي او پروسس کوي ترڅو د ثبت پروسه اسانه کړي او ساتنیز خدمتونه برابر کړي. ستاسو معلومات هغه وخت راټولیږي کله چې تاسو له پورټل سره تعامل کوئ، لکه:
- د حساب جوړول او ثبتول، دا هغه وخت پلي کېږي کله چې تاسو له UNHCR سره مخکې نه ثبت شوي ياست او د My Services پورټل کې حساب جوړوئ، کله چې تاسو خپل شخصي معلومات لکه خپل نوم، د اړیکې معلومات او د UNHCR د ثبت ډلې شمېره شريکوئ
- د حساب اداره کول، لکه هغه وخت چې تاسو خپل د اړیکې معلومات نوي کوئ
- د UNHCR سره د ملاقات غوښتنه کول، د بېلګې په ډول د خپلې کورنۍ نوی زیږون زیاتول یا د کورنۍ د جوړښت بدلون راپور ورکول، لکه د کورنۍ د غړي مړینه.
کوم شخصي معلومات پروسس کوو؟
که تاسو خپل معلومات تازه کوئ، نو لاندې معلومات ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو په اړه راټولیږي:
- Basic biodata: نوم، منځنی نوم، تخلص، جنس، د زیږون نېټه، د اصل هېواد، مدني حالت، د راتګ نېټه
- Family Information: د کورنۍ غړو نومونه، عمرونه او ستاسو سره اړیکه
- Contact Details: برېښنالیک، موبایل شمېره، SMS او WhatsApp
- Photo: د پاسپورټ اندازې عکس یا سیلفي
- Document Uploads: پاسپورټ، د زیږون سند، د مړینې سند یا نور اړوند اسناد
- Location Details: پته، ښار، ایالت، د اصل هېواد او د پناه هېواد معلومات
- Appointment Details: د ملاقات ځای، د ملاقات ډول، او د کارونکي پېژندنه
- Specific Needs: د خوندیتوب اندېښنې، معلولیت، جدي روغتیايي ستونزې
- Device Information: د IP پته
. د UNHCR لهخوا ستاسو د شخصي معلوماتو د پروسس قانوني بنسټ زموږ د ماموریت ترسره کول دي، يعنې ستاسو د شخصي معلوماتو پروسس اړین دی ترڅو جبراً بېځایه شويو او بېتابعیته کسانو ته نړيواله ساتنه او مرسته وړاندې کړو.
UNHCR به ستاسو د وضعیت له مخې هغه ساتنیز خدمتونه درکړي چې تاسو ورته اړتیا لرئ، او دا به د هغو معلوماتو پر اساس وي چې تاسو UNHCR ته ورکوئ. له همدې امله، دا ډېر مهم دي چې خپلې پوهې له مخې رښتیا او سم معلومات ورکړئ، او هغوی تازه وساتئ. که تاسو ناسم یا غلط معلومات ورکړئ، کېدای شي ستاسو د ساتنې د خدمتونو د ترلاسه کولو وړتیا اغېزمنه شي
ستاسو شخصي معلومات به تر کومه وخته وساتل شي؟
UNHCR به ستاسو معلومات په پورټل کې خوندي وساتي ترڅو تاسو وکولای شئ خپل معلومات وګورئ او د تماس معلومات تازه کړئ.
تاسو برېښنالیک او د موبایل شمېره به د حساب جوړولو پر مهال د یو ځل کارېدونکي پټنوم (OTP) له لارې تایید شي ترڅو خوندي او دوامداره لاسرسی یقیني شي.
ستاسو شخصي معلوماتو ته به چا ته لاسرسی وي؟
UNHCR ستاسو شخصي معلومات په بشپړ محرمیت سره ساتي. هغه ټول معلومات چې تاسو د پورټل له لارې شریکوئ، په محرم ډول ساتل کېږي او یوازې د UNHCR او شریک ادارو مجاز کارکوونکي به یې د خپل کار لپاره کاروي. د ثبت پر وخت تاسو ته وضاحت درکړل شوی و چې ستاسو بنسټیز معلومات د هند حکومت سره څنګه شریکېږي.
UNHCR د پورټل او اړوندو UNHCR سیستمونو د کوربهتوب او تخنیکي ملاتړ لپاره Microsoft کاروي. Microsoft د تړون له مخې مکلف دی چې ستاسو معلومات خوندي او محرم وساتي او یوازې د UNHCR د لارښوونو له مخې یې پروسس کړي.
په هېڅ حالت کې به ستاسو شخصي معلومات ستاسو د اصلي هېواد له حکومت یا له یادو شويو ادارو پرته له بلې ادارې سره نه شریکوو.
د معلوماتو د لرونکي په توګه ستاسو حقونه څه دي؟
UNHCR غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو لاندې حقونو ته پوره خبر یاست:
- تاسو حق لرئ چې خپل شخصي معلومات وګورئ، او پوه شئ چې UNHCR یې څنګه راټولوي، پروسس کوي او ساتي.
- تاسو حق لرئ ناسم یا ناپوره شخصي معلومات سم یا تازه کړئ.
- تاسو حق لرئ چې د خپلو معلوماتو د حذف غوښتنه وکړئ که یې پروسس ته نور اړتیا نه وي یا قانوني بنسټ ونه لري.
- تاسو حق لرئ چې د خپلو معلوماتو د کارولو پر خلاف اعتراض وکړئ، په ځانګړي ډول که د دریمو ادارو سره شریکول په پام کې وي.
تاسو یا ستاسو ټاکلی استازی کولای شي دا حقونه د لاندې ورکړل شويو لارو له لارې زموږ سره په اړیکه کې راوړئ. دا حقونه مطلق نه دي او کېدای شي په ټولو حالاتو کې تطبیق نه شي. ستاسو غوښتنې به د UNHCR له خوا د هرې قضیې پر بنسټ ارزول کېږي.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې UNHCR ته ستاسو شخصي معلومات د ساتنې د خدمتونو لپاره ضروري دي. که تاسو معلومات ورنه کړئ یا د معلوماتو د کارولو مخالفت وکړئ، کېدای شي له دې خدمتونو ګټه وانخلی.
څنګه له موږ سره اړیکه ونیسئ؟
که تاسو د UNHCR له خوا د شخصي معلوماتو د راټولولو او پروسس کولو په اړه پوښتنې يا اندېښنې لرئ
- مهرباني وکړئ [email protected] ته برېښنالیک ولېږئ
که تاسو فکر کوئ چې د معلوماتو په پروسس کې د UNHCR له لوري کومه تېروتنه شوې ده، تاسو کولای شئ د UNHCR د Inspector General’s Office ته هم برېښنالیک وکړئ. Inspector General’s Office.
ټولې شکایتونه په بشپړ محرمیت سره ثبتېږي، یعنې ستاسو ټول معلومات به محرم پاتې کېږي، خوندي ساتل کېږي، او یوازې د یادو شويو هدفونو لپاره به کارول کېږي (ساتنه، د حقونو درناوی، د ملاتړ خدمتونو برابرول). یوازې مجاز کارکوونکي به دې معلوماتو ته لاسرسی ولري.
کوکیز
که غواړئ پوه شئ چې موږ کوکیز څنګه کاروو، نو https://learn.microsoft.com/en-us/power-pages/admin/cookies وګورئ. https://learn.microsoft.com/en-us/power-pages/admin/cookies.
د دې محرمیت خبرتیا بدلونونه
UNHCR دا محرمیتي خبرتیاوې منظمأ بیاکتنه کوي او هر ډول تازه معلومات په خپله رسمي ویبپاڼه خپروي. دا محرمیت خبرتیا وروستی ځل په ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵ کې تازه شوې ده.
زه د UNHCR سره ثبت شوی یم، خو د My Services بلنه مې نه ده ترلاسه کړې؟