د ‘My Services’ پورټل ته ننوتل

که تاسو له مخکې څخه د ‘My Services’ پورټل کې حساب لرئ، تاسو کولی شئ هر وخت خپل حساب ته ننوځئ ترڅو خپله غوښتنلیک وچلولئ، د ملاقات حالت وګورئ، خپل د تماس معلومات تازه کړئ، يا نورو خدمتونو ته لاسرسی ومومئ.

څنګه خپل حساب ته ننوځئ

1ننوتل

په “Log-in” تڼۍ کلیک وکړئ.

2خپل معلومات داخل کړئ

 هغه برېښنالیک پته او پټنوم دننه کړئ چې تاسو د خپل حساب د جوړولو پر مهال کارولي وو.

3 د تایید کوډ ترلاسه کړئ

 هغه نوی تایید کوډ داخل کړئ چې ستاسو برېښنالیک ته به درلېږل کېږي.

مهمه یادونه:

کله چې تاسو بیا خپل حساب ته ننوځئ، اړتیا نشته چې د خپل موبایل شمېرې ته استول شوی کوډ دننه کړئ.
تاسو کولی شئ هر وخت د My Services پورټل د کارولو د محرمیت خبرتیا (Privacy Notice) ته لاسرسی ومومئ.

Trouble logging in?

د ننوتلو (Log-in) په پاڼه کې پر “Forgot password?” «پټنوم مو هېر کړی؟» کلیک وکړئ.
د خپل ثبت شوي برېښنالیک پتې په کارولو سره د خپل پټنوم د بیا تنظیمولو لپاره ورکړل شوي پړاوونه تعقیب کړئ.
اسو به د تایید کوډ ترلاسه کړئ او له تاسو به غوښتنه وشي چې نوی پټنوم جوړ کړئ.

که تاسو هغه برېښنالیک ته لاسرسی نه لرئ چې ستاسو حساب ورسره تړلی دی، مهرباني وکړئ په [email protected] موږ ته برېښنالیک ولېږئ.

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې انټرنېټ مو ثابت دی.
  • وګورئ چې برېښنالیک او پټنوم مو سمه داخل کړي.
  • اډ ترلاسه کړئ چې هماغه برېښنالیک کاروئ چې حساب مو پرې جوړ کړی.
  • هڅه وکړئ د تایید کوډ د ټایپ کولو پر ځای کاپي او پېسټ کړئ.
  • که سیستم ورو کار کوي، څو دقیقې صبر وکړئ او وروسته بیا هڅه وکړئ.

که ستونزه دوام ومومي، مهرباني وکړئ د مرستې لپاره له UNHCR سره اړیکه ونیسئ او دې برېښنالیک ته پیغام واستوئ: [email protected]

خپل حساب ته ننوځئ، “My Settings” ته ولاړ شئ او “Reset Account Password” وټاکئ.