د کورنۍ د غړو زیاتول
که تاسو اړتیا لرئ چې د کورنۍ غړي، په شمول د نویو زیږېدلو ماشومانو، د خپل UNHCR په دوسیه کې زیات کړئ، لاندې ګامونه تعقیب کړئ:
په دې پاڼه کې:
- که تاسو اړتیا لرئ چې د کورنۍ غړي، په شمول د نویو زیږېدلو ماشومانو، د خپل UNHCR په دوسیه کې زیات کړئ، لاندې ګامونه تعقیب کړئ:
- لومړی ګام: خپل حساب ته ننوځئ او د «زما کورنۍ / ګروپ»(My Family / Group) پاڼې ته
- دوهم ګام: د «د کورنۍ غړی اضافه کړئ» (Add Family Member) باندې کلیک وکړئ او د هغوی معلومات داخل کړئ
- درېیم ګام: د مرکې لپاره خپله خوښه ځای وټاکئ
- څلورم ګام: خپل غوښتنلیک بیا وګورئ
- پنځم ګام: خپل غوښتنلیک وسپارئ او د ملاقات غوښتنه وکړئ
- شپږم ګام: چمتو یاست؟ ننوځئ
لومړی ګام: خپل حساب ته ننوځئ او د «زما کورنۍ / ګروپ»(My Family / Group) پاڼې ته
دوهم ګام: د «د کورنۍ غړی اضافه کړئ» (Add Family Member) باندې کلیک وکړئ او د هغوی معلومات داخل کړئ
غه خانې چې په سره ستوري (*) نښه شوې دي، اړینې دي او باید حتمي ډکې شي.
1 شخصي معلومات
- لومړی نوم او تخلص نوم، یوازې په لاتین تورو کې (لکه a, b, c). *
- بشپړ نوم: خپل بشپړ نوم په خپلې ژبې کې ولیکئ (لکه: انګلیسي، برمي، دري، عربي، سومالي او پښتو). *
- د زیږون نېټه: لکه څنګه چې په رسمي پېژندپاڼه کې ښودل شوې.
- اسو د کوم ځای یاست: له ورکړل شوي لېست څخه خپل هېواد وټاکئ. که تاسو له یوې څخه زیات تابعیتونه لرئ، هغه هېواد وټاکئ چې بېرته ورته ستنېدلای نه شئ.
- جنس: له ورکړل شويو گزینهوو څخه یوه وټاکئ.
- .مدني حالت: خپل اوسنی حالت وټاکئ.
کله چې معلومات بشپړ کړئ، پر «Next» (بل) کلیک وکړئ. تاسو کولی شئ معلومات خوندي کړئ او وروسته یې بیا دوام ورکړئ.
- پته او د راتګ نېټه:که ستاسو د کورنۍ غړی ستاسو د اصلي هېواد پته، په هند کې اوسنی پته، او د هند د راتګ نېټه ټول درسره یو شان وي، په ټولو درې پوښتنو کې “yes” وټاکئ. که کوم معلومات توپیر ولري، نو سمه پته او معلومات داخل کړئ.
- تاسو له کوم ځایه یاست؟ ➡️ د خپل اصلي هېواد پخوانۍ پته
- .هېواد (په اوتومات ډول ډک شوی وي)، ایالت/ولایت، ولسوالۍ/سیمه، او بشپړه پته.
- اوس چیرې اوسیږئ؟ ➡️ اوسنۍ پته
- هېواد (په اوتومات ډول ډک شوی)، ایالت/ولایت، ولسوالۍ/سیمه، او بشپړه پته.
- هند ته د راتګ نېټه
د دوام ورکولو لپاره پر “Next” (بل) کلیک وکړئ، یا د شا ته تګ لپاره “Previous” (مخکینی) وکاروئ. تاسو کولی شئ معلومات خوندي کړئ او وروسته یې بشپړ کړئ.
- د هغوی جزیات بیا وګورئ: تاسو ته به ستاسو د کورنۍ د غړي د شخصي معلوماتو او ادرس لنډیز وښودل شي چې تاسو چمتو کړی دی. مهرباني وکړئ دا بیا وګورئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول معلومات سم دي. که غواړئ بدلونونه راولئ، نو پر “Edit personal details” (د شخصي جزیاتو سمول) یا “Edit address/arrival” (د ادرس/راتګ سمول) کلیک وکړئ. کله چې کار مو بشپړ شو، پر “Next” (بل) کلیک وکړئ.
- څنګه له خپل د کورنۍ غړي سره اړیکه ونیسئ:
- برېښنالیک پته
- د موبایل شمېره
- خوښه ژبه: د موجوده ژبو څخه یوه وټاکئ.
. پر “Next” (بل) کلیک وکړئ، یا د شا ته تګ لپاره “Previous” (مخکینی) وکاروئ. تاسو کولی شئ معلومات خوندي کړئ او وروسته یې بشپړ کړئ.
- د هغوی ځانګړې اړتیاوې:که ستاسو د کورنۍ غړی ځانګړې اړتیاوې لري، لکه طبي ستونزې، امیندوارۍ، یا د خوندیتوب اندېښنې، نو دا معلومات وښایئ.
د دوام لپاره “Next” وټاکئ.

2انځور
د خپل د کورنۍ غړي یوه تازه انځور (د پاسپورټ په ډول) واخلئ یا یې اپلوډ کړئ.
:کله چې عکس اخلئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې:
- د هغوی بشپړ مخ ښکاره او ښه روښانه وي.
- .سترګې پرانیستې وي او کیمرې ته وګوري.
- خولۍ یا عینکې مه کاروئ (حجاب یا د سر ټیکری اجازه لري).
- انځور باید روښانه وي او تت/خړ نه وي.
- ساده او یو رنګه شالید.
ارښوونه: که کامره کار نه کوي، د خپل موبایل تنظیمات وګورئ ترڅو کامرې ته اجازه ورکړل شوې وي.
که اړتیا وي، تاسو کولای شئ عکس بیا واخلئ یا نوی اپلوډ کړئ. تاسو کولای شئ دا ګام لنډ مهال پرېږدئ، خو د غوښتنلیک د بشپړولو نه مخکې باید عکس وسپارئ.

3 اسناد
تاسو هڅول کېږئ چې د پېژندنې اسناد لکه د هغوی پاسپورټ، ملي پېژندپاڼه، د زیږون سند او نور اړوند اسناد اپلوډ کړئ. که هغوی کوم اسناد ونه لري، تاسو کولی شئ له دې پړاو څخه تېر شئ
د اسنادو څخه روښانه عکسونه اپلوډ کړئ:
- ,ټولې څنډې ښکاره وي،
- رڼا یا فلاش ونه لري،
- ,تت نه وي
- د فایل بڼه باید JPG یا PNG وي، او اندازه یې تر 4MB پورې وي.
د هر سند لپاره:
- ډول وټاکئ (لکه پاسپورټ، د زیږون سند)
- ډول وټاکئ (لکه پاسپورټ، د زیږون سند)
کله چې بشپړ شي، اسناد وګورئ او وسپارئ.

درېیم ګام: د مرکې لپاره خپله خوښه ځای وټاکئ
له لاندې لست څخه خپل خوښ ځای وټاکئ:
- د UNHCR د ثبت مرکز، نوې ډیلي
- د MARI د ثبت مرکز، حیدرآباد
څلورم ګام: خپل غوښتنلیک بیا وګورئ
د سپارلو نه مخکې ټول معلومات بشپړ او سم وګورئ:
- پروفایل: د هغوی شخصي معلومات، د تماس معلومات، او عکس.
- اسناد: اپلوډ شوي اسناد.
ه ټول معلومات سم وي، پر “My information is complete and ready to submit” (زما معلومات بشپړ او سپارلو ته چمتو دي) کلیک وکړئ. که کومه تېروتنه یا ناپوره معلومات وي، شاته لاړ شئ او اړین سمون ورکړئ.
. ادونه: د سپارلو وروسته، تاسو نشئ کولای معلومات بدل کړئ یا د کورنۍ غړي زیات کړئ، مګر که نوی غوښتنلیک وسپارئ.
پنځم ګام: خپل غوښتنلیک وسپارئ او د ملاقات غوښتنه وکړئ
- پر “Submit” (سپارل) کلیک وکړئ.
- تر هغه چې UNHCR ستاسو د ملاقات وخت وټاکي، ستاسو د کورنۍ د غړي حالت به د “Pending registration” (د نوم لیکنې په تمه) په توګه ښکاري.
- ستاسو د ملاقات غوښتنه به په پاڼه کې ښکاره وي،
- تاسو کولی شئ د خپل ملاقات حالت په “My Appointments” (زما ملاقاتونه) برخه کې وګورئ.
- UNHCR به ستاسو د خوښې د اړیکې له لارې تاسو سره اړیکه ونیسي کله چې د کورنۍ د غړي د ثبت ملاقات تایید شي.
UNHCR به په درېیو اونیو کې له تاسو سره اړیکه ونیسي، خو دا مانا نه لري چې مرکه به ضرور په همدې موده کې ترسره شي.
شپږم ګام: چمتو یاست؟ ننوځئ
که بیا هم کومه پوښتنه لرئ، زموږ د پوښتنو او ځوابونو (FAQs) برخه وګورئ.
په My Services پورټل کې د غوښتنلیک ډکول څومره وخت نیسي؟
هر کس ته شاوخوا ۱۰ دقیقې وخت نیسي.
ولې باید د کورنۍ غړي زیات کړم؟
د کورنۍ غړو زیاتول دا مرسته کوي چې ستاسو کورنۍ د ثبت په پروسه کې سره یو ځای پاتې شي. هر څوک چې تاسو یې زیاتوی، باید ستاسو سره ملاقات ته راشي.
څوک د کورنۍ غړي په توګه زیاتولی شم؟
تاسو کولای شئ زیات کړئ:
- ستاسو مېرمن/نارینه همسری
- نوي زیږونونه او هغه ماشومان چې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري
که د کورنۍ کوم غړی وروسته راسره یو ځای شي یا تر مرکې مخکې لاړ شي، څه به وکړم؟
که څوک د غوښتنلیک له سپارلو وروسته درسره یو ځای شي یا لاړ شي، تاسو نشئ کولای غوښتنلیک تازه کړئ. مهرباني وکړئ د مرکې پر وخت UNHCR ته ووایاست.
ایا هغه څوک زیاتولی شم چې تر اوسه دلته نه دی راغلی؟
نه. یوازې هغه کسان زیات کړئ چې همدا اوس ستاسو سره دي. د مرکې پر وخت کولای شئ له UNHCR څخه وپوښتئ چې وروسته رارسېدونکي کسان څنګه ثبتېږي.
W
کوم اسناد اپلوډ کولای شم؟
ملي پاسپورټونه، د زیږون سندونه، او نور اړوند اسناد.
ایا زړې یا خرابې شوې اسناد کارولی شم؟
هو، زړې یا خرابې شوې اسناد هم ګټور دي. مهرباني وکړئ اصلي سند د مرکې پر وخت راوړئ.
که زما د کورنۍ غړی هېڅ سند ونه لري، څه به وکړم؟
.تاسو کولای شئ غوښتنه وسپارئ. د مرکې پر وخت وضعیت تشریح کړئ او هر ډول موجود معلومات ورسره راوړئ.
ایا د سکین “Scan” پر ځای د سند عکس اپلوډ کولای شم؟
هو، خو ډاډ ترلاسه کړئ چې عکس روښانه وي. که اړتیا وي، د مرکې پر وخت اصل سند هم وښایئ.
زما اسناد او عکسونه څنګه خوندي ساتل کېږي؟
ستاسو معلومات په خوندي ډول ساتل کېږي او یوازې د UNHCR مجاز کارکوونکي یې ستاسو د غوښتنلیک د پروسس لپاره کاروي، د UNHCR د داتو د ساتنې د مقرراتو مطابق.
ایا زه د کورنۍ د غړي هغه معلومات لیدلی یا بدلولی شم چې ما وړاندې کړي؟
د سپارلو نه مخکې تاسو کولای شئ معلومات وګورئ او سم یې کړئ. د سپارلو وروسته یوازې د تماس معلومات بدلولی شئ. که نور معلومات ناسمه وي، د مرکې پر وخت UNHCR ته ووایاست.
زه خپلې ځانګړې اړتیاوې څنګه تازه کولی شم؟
د سپارلو نه مخکې تاسو کولای شئ دا معلومات تازه کړئ. د سپارلو وروسته، مهرباني وکړئ د مرکې پر وخت UNHCR ته ووایاست.
ایا زه د ملاقات ځای وروسته بدلولی شم؟
نه. که اړتیا لرئ چې ځای بدل کړئ، مهرباني وکړئ په [email protected] موږ سره اړیکه ونیسئ.
د نوم لیکنې حالت (Registration Status) یا د نوم لیکنې په تمه (Pending Registration) څه معنا لري؟
.یعنې تاسو د کورنۍ غړی سپارلی دی او دوی د UNHCR له خوا د معلوماتو د بیاکتنې او تایید لپاره په نوبت کې دي.
کله چې زه د کورنۍ د غړي غوښتنلیک وسپارم، څه پېښېږي؟
UNHCR به ستاسو معلومات بیاکتنه کړي او د ملاقات یو وخت به درته وټاکي.
د کورنۍ د غړي د زیاتولو لپاره د ملاقات ټاکل څومره وخت نیسي؟
UNHCR به په درېیو اونیو کې ستاسو سره اړیکه ونیسي او د ملاقات نېټه، وخت او ځای به درته در وښيي.
زه څنګه پوه شم چې زما ملاقات ټاکل شوی؟
تاسو به د خپلې خوښې د اړیکې له لارې پیغام ترلاسه کړئ. د ملاقات معلومات به په My Services پورټل کې د “Confirmed Appointments” تر برخه لاندې هم ښکاره شي.
کله چې زما ماشومان ۱۸ کلن شي، څه پېښېږي؟
تاسو د خپل ماشوم حساب تر هغه وخت پورې اداره کوئ چې ۱۸ کلن شي. کله چې ۱۸ کلنۍ ته ورسېږي، باید خپل جلا حساب جوړ کړي.