ستاسو د معلوماتو لېدنه او تازه کول
په My Profile کې څه شی لیدلی شئ
کله چې تاسو پورټل ته ننوځئ او My Profile ته ولاړ شئ، تاسو لاندې هغه معلومات لیدلی شئ چې د UNHCR له خوا ثبت شوي وي:
- ستاسو شخصي معلومات
- ستاسو پته
- هغه حسابونه چې تاسو د نورو د کورنۍ د غړو يا سرپرستو په نوم اداره کوئ
. که تاسو په دې معلوماتو کې کومه تېروتنه ووینئ، تاسو یې پخپله سمولای نه شئ. پر ځای یې، تاسو کولای شئ د UNHCR سره د معلوماتو د تازه کولو لپاره د ملاقات غوښتنه وکړئ.
په My Settings کې څه کولای شئ
په My Settings برخه کې تاسو کولای شئ خپل حساب او د تماس معلومات اداره کړئ:
- د ننوتلو معلومات: هغه کارن نوم وګورئ چې تاسو د ننوتلو لپاره کاروئ
- پټنوم: د My Services پورټل پټنوم بېرته تنظیم کړئ
- د تماس معلومات: خپله د موبایل شمېره او برېښنالیک وګورئ. باید ډاډ ترلاسه کړئ چې سم دي.
که ستاسو د موبایل شمېره بدله شوې وي یا ناسمه وي، تاسو کولای شئ دا په My Settings کې مستقیمأ تازه کړئ:
1 پر “change my contact details” «زما د اړیکو معلومات بدل کړئ» کلیک وکړئ.
2 خپله نوې شمېره داخل کړئ
3دا د یو ځل کارېدونکي پټنوم (OTP) په کارولو سره تایید کړئ
هغه OTP داخل کړئ چې ستاسو موبایل ته درلېږل شوی دی
4خپل بدلونونه خوندي کړئ
بیا به ستاسو د موبایل شمېره په اتومات ډول د UNHCR په سیستم کې تازه شي.
ولې ستاسو د معلوماتو سم ساتل مهم دي
دا ډېره مهمه ده چې په پروفایل کې ښودل شوي معلومات سم او تازه وي.دا کار د دې ضمانت کوي چې UNHCR هر وخت ستاسو سره اړیکه ونیولای شي، ستاسو د قضیې یا خدمتونو په اړه مهم معلومات درسره شریک کړي، او په بیړنیو حالاتو کې ژر تر ژره تاسو ته ورسېږي. که ستاسو شخصي یا د اړیکو معلومات ناسم یا زاړه وي، کېدای شي مهم پیغامونه یا ملاقاتونه له لاسه ورکړئ. د خپلو معلوماتو په منظم ډول کتنه او سم ساتل، UNHCR سره مرسته کوي څو تاسو ته ښه ملاتړ برابر کړي.