My Services Portal

ټول خدمتونه چې د UNHCR او شریکانو له خوا وړاندې کېږي، په بشپړ ډول وړیا دي.

د UNHCR د “My Services” سیستم یو آنلاین ځان‑خدمت (self‑service) پورټل دی، چې په کې هغه مهاجرین او د پناه غوښتونکي چې په هند کې د UNHCR سره ثبت شوي وي، کولای شي خپلې اړینې خدمتونه هر وخت ترلاسه کړي، پرته له دې چې زموږ دفترونو ته په مستقیم ډول ورشي.

دا پورټل خوندي دی، کارول یې اسانه دي، او تاسو کولی شئ په خپل موبایل یا کمپیوټر کې په انګلیسي، برمی، دري، عربي، سومالي او پښتو ژبو ورته لاسرسی ومومئ.

تاسو د پورټل له لارې کولای شئ:

خپل د تماس معلومات تازه کړئ

خپل د کورنۍ غړي ور زیات کړئ (د زیږون ثبت او نور د کورنۍ غړي)

د ملاقاتونو وخت غوښتل او تنظیمول (د زیږون او مړینې ثبتول)

. د “My Services” د استعمال لپاره، هغه مهاجرین او د پناه غوښتونکي چې د UNHCR هند سره ثبت شوي وي، باید لومړی یو حساب جوړ کړي.

UNHCR هند به هغه ټول کډوال او پناه غوښتونکي چې له UNHCR هند سره ثبت دي، بلنه ورکړي څو یو حساب جوړ کړي. د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو په ترڅ کې به اشخاص د ثبت مرکزونو کې په نوي ډیلي او حیدراباد کې د مخامخ تصدیق مرکې لپاره وټاکل شي.
د تاییدۍ له مرکې وروسته به د هغوی اکاونټونه په ‘My Services’ پورټل کې جوړ شي. ډیجیټل حسابونه به یوازې د هغو کسانو لپاره جوړیږي چې د مرکې پر مهال لږ تر لږه ۱۸ کلن وي.

ایا تاسو په هند کې نوی پناه غوښتونکی یاست؟

.که تاسې غواړئ د UNHCR هند سره ثبت شئ، نو مهرباني وکړئ UNHCR ته په [email protected] برېښنالیک ولېږئ.

ایا تاسې له مخکې څخه د My Services حساب لرئ؟

نور معلومات ولټوئ: